د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، مولوي نور جلال جلالې د طالبانو سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزیر، د اېران له سفیر علی رضا بیکدلی سره په کابل کې وکتل، په دې لیدنه کې د کابل او بامیان په ښارونو کې د روغتونونو د جوړولو، د صحي کارکوونکو ظرفیت لوړولو، په ځانګړي ډول د سرطان د درملنې په برخه کې، او د هېواد د عامو روغتونونو د تجهیز موضوعات مطرح او وڅېړل سول.
د ایران سفیر په دې لیدنه کې د بشردوستانه همکاریو اهمیت ته په اشاره وویل چې ایران به د افغانستان د صحي سکتور د پراختیا او د درملنې د زیربناوو د ښه کولو لپاره خپلې دوامدارې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د عامې روغتیا وزیر هم د ایران د ښوونیزو او خدماتي همکاریو قدرداني وکړه او غوښتنه یې وکړه چې په متخصصو ډاکټرانو د روزنې او د طبي تجهیزاتو په برابرولو کې همکاري نوره هم زیاته سي.