د طالبانو د سوداګرۍ وزیر: د افغان او ازبک سوداګرو اندېښنې به حل شي

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر: د افغان او ازبک سوداګرو اندېښنې به حل شي

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغانستان او ازبکستان ګډ بازار ته د سفر پر مهال وویل چی د افغان او ازبک سوداګرو اندېښنې به حل شي. د طالبانو د سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي عزیزي د دغه مرکز له افغان او ازبک چارواکو سره پر مهمو مسایلو خبرې کړې دي. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ افغان او ازبکستاني سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی اندېښنو ته به رسیدګي وشي. د يادونې وړ ده، چې د افغانستان او ازبکستان ګډ سوداګريز بازار د روان لمريز کال د سنبلې په مياشت کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د پراختيا په موخه پرانيستل شو.

بیشتر بخوانید:  د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د نوماندۍ اعلان
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه