د طالبانو د سوداګرۍ وزیر: بې له پریکنده تضمین څخه هېڅ سوداګري نه ترسره کېږي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر په یوه ناسته کې له سوداګرو او صنعت‌کارانو سره ټینګار کړی چې تر هغو چې پاکستان د سوداګریزو لارو د پرانیستلو پریکنده تضمین ورنه کړي، افغانستان به له دې هېواد سره هېڅ ډول سوداګري ونه کړي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر: بې له پریکنده تضمین څخه هېڅ سوداګري نه ترسره کېږي

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، نورالدین عزیزی، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، په یوه ناسته کې له سوداګرو او صنعت‌کارانو سره ټینګار کړی چې تر هغو چې پاکستان د سوداګریزو لارو د پرانیستلو پریکنده تضمین ورنه کړي، افغانستان به له دې هېواد سره هېڅ ډول سوداګري ونه کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، په دې ناسته کې وویل: «که د لارو د پرانیستلو پریکنده تضمین موجود وي، سوداګري به وسي؛ که ورورولي او برابري مراعت سي، سوداګري به وسي، خو که نه، افغانستان هېڅ ډول مجبوریت نه لري.»

ښاغلي عزیزی زیاته کړه چې افغانستان د سوداګرۍ لپاره سلګونه بدیلې لارې لري او خپل اقتصادي تړاو به یوازې په یوه لاره یا یو هېواد پورې محدود نه کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې د طالبانو د حکومت دریځ د سوداګریزو اړیکو په اړه روڼ او د باور وړ تضمینونو پر بنسټ ولاړ دی، او هر ډول اقتصادي همکاري به یوازې د همدې اصولو د مراعتېدو په شرط ترسره کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x