د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزير ملا نورالله نوري تورخم ته د خپل سفر پر مهال ويلي، چې افغانستان له پاکستان سره “رسمي پوله” نه لري. د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سرحدونو وزیر تورخم ته په خپل سفر کې وویل: “موږ له پاکستان سره د ډیورنډ فرضي کرښه لرو، له دوی سره رسمي پوله نه لرو، له پاکستان سره صفر نقطه نه لرو. زموږ او د دوی تر منځ یوه خیالي کرښه ده.” د طالبانو د سرحدونو د وزیر دا خبرې په داسې حال کې شوې چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر چې د دغه هیواد تر ټولو ځواکمن کس ګڼل کیږي، ویلي دي د یوه پاکستانې امنیت تر ټول افغانستان ښه دی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7639
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7639
منتشر شده در ۱۳:۳۴ - دلو ۸, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email