د طالبانو د سرحدونو وزیر خبرداری: پاکستان دې زموږ صبر نه ازمايي

نورالله نوري، د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر، د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د څرګندونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو صبر او حوصله باید ونه ازمویل سی، او که فشارونه دوام وکړي، دغه ډله به غبرګون وښيي.
د طالبانو د سرحدونو وزیر خبرداری: پاکستان دې زموږ صبر نه ازمايي

نورالله نوري، د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر، د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو صبر او حوصله باید ونه ازمویل سي. دغه خبرې په یوه ویډیو کې سوي چې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت له‌خوا په ایکس پاڼه کې خپره سوې، خو د دغو څرګندونو دقیق ځای او وخت نه‌دی څرګند.

نوري ویلي: «د پاکستان له دفاع وزیره غواړو چې زموږ صبر او حوصله و نه ازمويي. تر اوسه مو صبر کړې، خو که اړ سوو، غبرګون به وښیو.» دا خبرداری په داسې حال کې مطرح کېږي چې خواجه آصف، د پاکستان دفاع وزیر، څو ورځې وړاندې ویلي وو، که له طالبانو سره د استانبول خبرې بې‌نتیجې پاتې سي، وضعیت ممکن په خطرناک ډول بدلون ومومي.

د اسلام‌آباد او طالبانو تر منځ ترینګلتیا وروسته له هغه زیاته سوې چې د پاکستانی طالبانو غورځنګ (TTP) بریدونه د افغانستان له خاورې څخه زیات سوي دي. پاکستان له طالبانو غواړي چې دغه ډله مهار کړي، خو طالبان د TTP له ډلې سره هر ډول مستقیمه همکاري ردوي. وروستۍ خبرې په استانبول کې هم پرته له دې چې کومه څرګنده هوکړه تر لاسه سي، پای ته رسېدلې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x