د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د سرحدونو چارو وزارت مرستیال محمد علي جان احمد له ګاونډیو هېوادونو سره د سرحدي ستونزو په حل کې د پام وړ پرمختګ اعلان کړی دی. هغه اعلان وکړ چې د دغو ننګونو ۶۰ سلنه د خبرو او تفاهم له لارې حل شوي دي. هغه زیاته کړه: “د جمهوریت پر مهال به هره ورځ سلګونه توغندي توغول کېدل، خو اوس نه توغول کېږي او موږ اوس له هېوادونو سره د خبرو له لارې ننګونې حلوو او د افغانستان پر خاوره د تېري د مخنیوي وړتیا لرو.” په دې برخه کې د طالبانو یوه مهمه لاسته راوړنه په کونړ ولایت د راکټي بریدونو د پام وړ کموالی دی. دا په داسې حال کې ده چې په تېر حکومت کې هم په منظم ډول د افغانستان له ختیځو پولو راکټي بریدونه کېدل. خو د پولو د امنیت او له ګاونډیانو سره د اړیکو په برخه کې ډیرې ننګونې پاتې دي.

- 44
- کې خپور شو 11:45 ق.ظ
- د خبر شمیره 9858
- August 5, 2024
- کې خپور شو 11:45 ق.ظ
- د خبر شمیره 9858
- August 5, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 11:45 - August 5, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9858
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

له سیمې څخه د ۷۴۵ افغان کډوالو کورنیو بېرته ستنېدل
8 ساعتونه پیش


تاجیکستان له طالبانو څخه د بخښنې غوښتنه وکړه
8 ساعتونه پیش

0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments