د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د دې محکمې د عامه امنیت د څانګې مشر شیخ جلال الدین حقاني په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوی دی. دغې ادارې د X ټولنیزې شبکې له لارې په یوه بیانیه کې ویلي چې دا پېښه د شنبې په ورځ د دلو په اوومه په غزني ولایت کې شوې ده. طالبانو په دې اعلامیه کې نور جزیات نه دي خپاره کړي. دغه سازمان زیاته کړې، چې حقاني په تېرو ۲۰ کلونو کې د دغې ډلې لپاره په بېلابېلو برخو کې ډېر خدمتونه کړي دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7636
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7636
منتشر شده در ۱۲:۴۲ - دلو ۸, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email