د طالبانو د روغتیا وزارت یو چارواکی په ترافیکي پیښه کې وژل شوی دی

جان باختن مقام وزارت صحت طالبان در سانحه ترافیکی
لنډ لینک: https://memar.press/?p=115151
۱۰ میاشتی مخکی
د خبر شمیره 115151
کې خپور شو 12:00 ق.ظ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ له ولايتونو سره د طالبانو د عامې روغتيا وزارت د همغږۍ مسوول او د کاپيسا ولايت لپاره د دې ډلې د والي ورور حاجي توريال له دوو نورو کسانو سره په يوه ترافيکي پېښه کې ووژل شو. د طالبانو د روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ (د جدي ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړه چې دا پېښه د دوشنبې په ورځ د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ په تنګي تاشقرغان سیمه کې شوې ده. د راپورونو له مخې د حاجي توریال موټر د شمال په لویه لاره له یوه بل موټر سره ټکر کړی چې له امله یې نوموړی او دوه ملګري یې وژل شوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
Polio
په پکتیکا ولایت کې د پولیو د واکسین د کمپاین پیل
د «له پولیو څخه پاک افغانستان» بنسټ د پکتیکا د ټولو ولسوالیو لپاره د پولیو د واکسین د کمپاین د پیل خبر ورکړی دی.
157826829
د طالبانو او پاکستان د خبرو دوهم پړاو په استانبول کې پای ته ورسېد
د طالبانو او پاکستان د خبرو دوهم پړاو د شنبې په شپه، له نهو ساعتونو خبرو وروسته په استانبول کې پای ته ورسېدې او ټاکل سوې ده چې دا خبرې اترې به د دوو نورو ورځو لپاره دوام ومومي.
2-1
د طالبانو او پاکستان تر منځ د سولې دوهم پړاو خبرې په ترکیه کې ترسره سوې
د پاکستاني سرچینو د راپور له مخې، د طالبانو او پاکستان تر منځ د خبرو دوهم پړاو د شنبې په ورځ، د لړم په درېیمه نېټه، په استانبول ښار کې پیل سوی دی.
13
پاکستان: د هند او طالبانو د اوبو پروژو په وړاندې به د خپلې حق آبه دفاع کوو
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د «اوبو د تیریو» په وړاندې، د هند همکاری د طالبانو سره د کنړ پر سیند بند جوړولو او په افغانستان کې ورته نورو پروژو په ترسره کولو سره، د خپلو حقونو ساتنه کوي.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.