د طالبانو د دفاع وزارت: پر پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه به بې ځوابه پرې نه ږدو

وزارت دفاع طالبان: حملات هوایی پاکستانی‌ها به پکتیکا را بی‌پاسخ نمی‌گذاریم
لنډ لینک: https://memar.press/?p=114381
۱۰ میاشتی مخکی
د خبر شمیره 114381
کې خپور شو 12:00 ق.ظ

د معمار پرس د خبر له مخې: د پکتيکا ولايت پر برمل ولسوالۍ د پاکستاني جنګياليو د شپې د بريد په غبرګون کې د ملي دفاع وزارت د طالبانو د سرپرست حکومت اعلان وکړ چي دا به دا بریدونه بې ځوابه پرې نه ږدي. د طالبانو د دفاع وزارت ټینګار کړی چې په دغه برید کې د «وزیرستان کډوال» په نښه شوی دی. په همدې حال کې پاکستاني چارواکو تر اوسه دغه برید نه دی تایید کړی خو پاکستاني پوځ ته نږدې امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د دغو هوايي بریدونو هدف د پاکستاني طالبانو سرحدي پټنځایونه وو. دا برید په داسې حال کې شوی، چې پاکستاني طالبانو په دې وروستیو کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو خپل بریدونه زیات کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
MOZAKERAT-TURKIYE1-1
د طالبانو او پاکستان دویم پړاو خبرې اترې په ترکیه کې بې‌پایلې پای ته رسېدلې
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو دویم پړاو چې د ترهګرو سرحدي ډلو د څارنې او د هغوی پر وړاندې د ګډ عمل د میکانېزم د رامنځته کولو په موخه د درې ورځو لپاره په استانبول کې ترسره سوې، بې‌نتیجې پای ته رسېدلی دی.
hekmatiar
د حکمتیار خبرداری پاکستان ته: ګواښ او برید د شخړو د حل لاره نه ده
ګلبدین حکمتیار، د پاکستان ولس او پارلمان ته په یوه پرانیستي لیک کې خبرداری ورکړی چې دواړه مسلمان هېوادونه د یوې خطرناکې نښتې په درشل کې ولاړ دي. هغه له اسلام‌آباده غوښتي چې د افغانستان په اړه عادلانه او منطقي سیاست غوره کړي.
MOZAKERAT-TURKIYE-3
د استانبول د خبرو اترو دوامداره ترینګلتیا؛ د طالبانو او پاکستان درېیمه ورځ خبرې بې‌پایلې پاتې سوې
د طالبانو او پاکستان د خبرو اترو له بهیر سره نږدې سرچینې وایي، د دواړو لوریو خبرې اترې بې‌له پایلې پای ته رسېدلې دي.
خیبر
د افغانستان او پاکستان د پولو د بندېدو له امله د خوراکي او ودانیزو توکو بیې لوړې سوې
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي تګلارو د تړل کیدو له دوو اوونیو ډېر وخت سوی دی. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې له ۵۰۰ څخه زیات باروړونکي موټر، چې سوداګریز توکي یې لېږدول، فاسد سوي او د توکو بیې په بازارونو کې لوړې سوې دي.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.