په کندهار کې د محلی سرچینو د راپور پر بنسټ، طالبان د ښاروالۍ ماسټر پلان د بدلون په ترڅ کې سلګونه د استوګنځي کورونه ویجاړ کړي، څو د خپل دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل مظلوم، د ملکیتونو ساتنه وکړي. د محلی اوسیدونکو په وینا، په دې سیمه کې له کلونو جوړ سوي کورونه د دې مقام د اړوند ملکیتونو سره نږدې والي له امله د ویجاړولو موخه ګرځیدلي دي. د ځایي اوسیدونکو په وینا، ډېر کورونه رسمي اسناد لري او اوسیدونکي یې د اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
دوی وایي چې طالبانو پرته له کوم خبرتیا او د بولډوزر په کارولو کورونه ویجاړ کړي، او هیچا ته فرصت یا تاوان نه دی ورکړل سوی. سربېره پر دې، د ښاروالۍ نقشه کې دا بدلون د طالبانو د لوړپوړو چارواکو د شخصي ګټو لپاره سوی، نه د عامه ګټو یا ښاري پرمختګ لپاره. ملافاضل مظلوم د طالبانو د مشرۍ له نږدې کسانو څخه دی او په قندهار کې ځواکمن شخصیت ګڼل کیږي. د طالبانو دا اقدام د سیمهییزو خلکو تر منځ د انتقاد او نارضایتۍ لامل سوی دی. تر اوسه د بشري حقونو سازمانونه او ښاروالۍ څارونکي ادارې په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو مدني فعالان وایي چې د دولتي ځواک کارول د شخصي ملکیتونو د ساتنې لپاره د سیسټماتيک فساد او د صلاحیتونو ناوړه استفادې څرګندونه کوي.



