د طالبانو د حکومت د رسمیت پيژندلو نشتوالي اسرار او د افغانانو زیانمنتیا

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=104298
۱ کال مخکی
شماره خبر 104298
منتشر شده در 1:18 ب.ظ

د طالبانو د واکمنۍ له درې کالو څخه زیات وخت وروسته، هیڅ هیواد یا نړیوال سازمان د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. په دې موده کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پيژندلو نشتوالي د افغانستان خلکو ته ډیر زیانونه اړولي او په نړیواله کچه د انزوا او د هیواد نړیوال دریځ یې کمزوری کړی دی. وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، نړیوالې ټولنې تل پر دې ټینګار کړی دی چی دوی به د یوه جامع حکومت تر جوړېدو، د هېوادوالو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته د درناوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د کابل د جدي هوډ تر وخته د دغې ډلې اوسنی حکومت په رسمیت ونه پېژني. خو د طالبانو حکومت په دغو مواردو کې د نړیوالو غوښتنې په ردولو سره ادعا کوي چې د دوی اوسنی حکومت ټول شموله او د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب کوي. په هر صورت، منتقدین د طالبانو اوسنی حکومت “مونو توکمیز” او “مونو ګروپ” ګڼي، چې په خپل جوړښت کې ټولنیز عدالت نه ورکوي. طالبان لا هم د ښځو د وضعیت په اړه وايي چې د دې ډلې حکومت د دوی حقوق د اسلامي شریعت پر بنسټ برابروي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د یو شمېر اسلامي هېوادونو استازو او د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو په وار وار کابل ته د سفر پر مهال په افغانستان کې د ښځو لپاره د تعلیم او کار د حق غوښتنه کړې ده. په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د احتمالي حضور او د طالبانو له خوا د رامنځته شویو ګواښونو په اړه په خبرو کې کابل ټینګار کوي چی دا هېواد اوس خوندي دی او هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي. دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې په نړيوالو او سيمه ييزو غونډو کې د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه تل اندېښنه ښودل شوې ده. د طالبانو د حکومت د رسمیت پيژندلو نشتوالي د دې لامل شوی چې نړیواله ټولنه د باثباته اړیکو او لویو او اوږدمهاله پانګونو په جوړولو کې کمه لېوالتیا ولري او دا داسې وضعیت دی چې د خلکو په ژوند اغیزه کوي او د فقر او بیکارۍ ګراف لوړوي. د طالبانو د واکمنۍ څه باندې درې کاله وروسته لا هم د دې ډلې چارواکي د پخواني جمهوري ریاست په پاسپورټونو تګ راتګ کوي او الکترونیکي پیسې او تذکرې لا هم د هماغه حکومت له ادرس څخه چاپ او تولیدیږي. خو د ډېرو هېوادوالو لپاره دا سوال دی چې آیا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو مسله به په نږدې راتلونکي کې حل شي او که دا وضعیت به څو کاله دوام وکړي؟

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
food
د خوړو نړېواله ورځ؛ د هېر سوي هېواد د لوږې چیغه
افغانستان نن د سرچینو له کموالي نه، بلکې د وجدان د نشتوالي له امله ځوریږي. دا هغه خاوره ده چې د پښو لاندې یې طلا او اوبه سته، خو د خلکو په خیټو کې ډوډۍ نسته. له فاسدو جمهوریتونو نیولې تر بې‌تدبیره امارته، ټول د عدالت او مسئولیت په ازموینه کې ناکام سول.
image-1-780x470
د ښځو د حقونو ضایع کول د شریعت په نوم؛ دا د بشریت پر ضد چلند دی
د تېرو څلورو کلونو تجربې ښودلې چې طالبان د شریعت له نومه د سیاسي او ایډیولوژیک سپر په توګه کار اخلي، څو له ټولنیز ژوند څخه د ښځو د له منځه وړلو پالیسۍ ته دیني رنګ ورکړي. دوی تراوسه نه د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره کومه واضحه طرحه وړاندې کړې، نه یې د «شریعت اصولو» په اړه د تعلیم په برخه کې روښانه تعریف ورکړی.
image-1-780x470
د ښځو د حقونو ضایع کول د شریعت په نوم؛ دا د بشریت پر ضد چلند دی
د تېرو څلورو کلونو تجربې ښودلې چې طالبان د شریعت له نومه د سیاسي او ایډیولوژیک سپر په توګه کار اخلي، څو له ټولنیز ژوند څخه د ښځو د له منځه وړلو پالیسۍ ته دیني رنګ ورکړي. دوی تراوسه نه د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره کومه واضحه طرحه وړاندې کړې، نه یې د «شریعت اصولو» په اړه د تعلیم په برخه کې روښانه تعریف ورکړی.
8a240c6d4d9382fbf3ebf694583372cb59443797-4096x2732-1
افغانستان او پاکستان په یوه حساسه لوبه کې له یو بل سره مخامخ کېږي
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د سه‌شنبې په ورځ، د میزان په ۲۲مه، د ۲۰۲۷ د آسیا ملتونو جام د مقدماتي سیالیو په لړ کې په کویټ ښار کې له پاکستان سره لوبه وکړي.
مطالب پیشنهادی
آخرین اخبار مهم
طالبانو او پاکستان د اوربند تړون لاسلیک کړ
۱۳ ساعتونه مخکی
مهاجر فراهی: طالبان به په دوحه کې د پاکستان پر پوځ بریالي سي
۱۳ ساعتونه مخکی
د طالبانو او پاکستان خبرې اترې په دوحه کې د قطر په منځګړیتوب پای ته ورسېدې
۱۳ ساعتونه مخکی
پر پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونو د شپږو ملکي وګړو ژوند یې واخیست
۱ ورځ مخکی
د “ملي یووالي” ستاینه د پاکستان پر وړاندې؛ خالد زدران: د خلکو یووالی د تمې هاخوا وو
۱ ورځ مخکی
نور ولي محسود: ژوندی یم او د افغانستان له خاورې څخه ګټه نه اخلم
۱ ورځ مخکی
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( شنبه د 1404 کال د میزان26)
۲ ورځې مخکی
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، پنج شنبه، د میزان 26
۲ ورځې مخکی
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ
گزارش و مصاحبه
د ښځو غږ باید واورېدل سي، حتی که نوم یې پاتې نه سي!
پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ څلور کاله تېر سول؛ څلور کاله چې د بیان آزادۍ، زده‌کړې او رسنیو فعالیتونو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو سره مل وو.
۶ ورځې مخکی
3:59 ب.ظ
طالبان و آزمون دشوار مهار تروریسم در افغانستان
طالبان در آزمون دشوار مهار تروریزم، نه‌تنها با تهدیدهای داخلی و حملات مرزی روبه‌رو هستند، بلکه زیر ذره‌بین قدرت‌های منطقه‌ای و جهانی نیز قرار دارند. تا زمانی که گروه‌های تروریستی در خاک افغانستان فعال‌اند و روابط کابل با همسایگان پرتنش باقی بماند، ادعای ثبات و امنیت بیشتر شبیه شعار است تا واقعیت.
۱ اونۍ مخکی
6:59 ب.ظ
قطع اینترنت در افغانستان؛ نشانه بحران درونی طالبان یا تلاش برای خاموش کردن صداها؟
دربرنامه «فانوس» تلویزیون معمار، رامش سالمی کارشناس سیاسی، قطع سراسری ارتباطات در افغانستان را اقدامی هدفمند برای مهار آزادی بیان و پنهان‌سازی بحران‌های داخلی طالبان دانست.
۳ اونۍ مخکی
1:28 ب.ظ
ملګري ملتونه: د وريجو د کر او تولید بهیر په افغانستان کې پیاوړی کېږي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (فائو) اعلان کړی چې د وريجو کر او تولید به په افغانستان کې پیاوړی کړي.
۳ اونۍ مخکی
4:10 ب.ظ
طالبانو په کندهار کې د ښځینه خیاطیانو فعالیت بند کړ
ځايي سرچینې په کندهار کې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره، د ټولو هغو خیاطیانو فعالیتونه درولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې.
۴ اونۍ مخکی
2:12 ب.ظ
پر رسنیو د طالبانو تازه فشارونه؛ په لغمان کې خبریالان د ږیرې پریښولو او د طالبانو د قوانینو منلو ته اړ کړل سول
⁠لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
۴ اونۍ مخکی
1:57 ب.ظ