د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د حاجیانو برخه ۳۰ زره اعلان کړه

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د حاجیانو برخه ۳۰ زره اعلان کړه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب وویل: د حج برخې له مخې به سږ کال ۳۰ زره افغانان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي. د طالبانو د حج او اوقافو وزیر ثاقب چې نن یې د دغه وزارت په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې زیاته کړه: سږ کال د هر حج ټول لګښت ۳۸۶۵ ډالره دی. خو شیعه زیارت کوونکي له دې رقم څخه ۵۰ ډالره زیات ورکوي. هغه زياته کړه، چې دوه کورني هوايي شرکتونه د دغو حاجيانو د لېږد مسووليت لري. دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د طالبانو د حج او اوقافو وزارت اعلان وکړ، چې د حج په مراسمو کې له افغانستان څخه ۳۰ زره حاجیانو، چې ۸ زره یې ښځې وې، ګډون کړی وو.

بیشتر بخوانید:  کی‌یف د امریکا د ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز سره موافقه وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x