د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د افغانستان سفارت ته لاړ

د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې په تهران کې د افغانستان سفارت ته لاړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د افغانستان سفارت ته لاړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ متقي د افغانستان سفارت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سفارت له چارواکو سره ولیدل.

د سفارت په مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي چې چارواکو د عمومي وضعیت، اوسنیو فعالیتونو او قونسلګرۍ خدماتو په اړه یو جامع راپور چمتو کړ.

د سرچینې په وینا، په غونډه کې د خدماتو د ښه والي لپاره وړاندیزونه او مشورې هم وشوې.

متقي د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د قونسلګرۍ خدماتو د پیاوړتیا او ګړندي کولو امرونه صادر کړل.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه