د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر: له پاکستان څخه د کډوالو ایستل زیانمنونکي دي

وزیر خارجه طالبان: اخراج مهاجران از پاکستان زیان‌بار است

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د ایستلو پر پالیسۍ سختې نیوکې وکړې.

هغه دا اقدام “د افسوس وړ” وباله او خبرداری یې ورکړ چې دا به دوه اړخیزو اړیکو ته زیان ورسوي.

متقي د کډوالو سختو شرایطو ته په اشارې سره د پاکستاني پولیسو د نامناسب چلند او د هغوی د ملکیتونو ضبطولو باندې نیوکه وکړه.

هغه د دې پالیسۍ د بندولو او له هغو افغانانو سره د لا انساني چلند غوښتنه وکړه چې له کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي.

دا نیوکې په داسې حال کې کیږي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې له ۱.۷ ملیون څخه ډیر بې اسناده افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي دي.

بیشتر بخوانید:  دملګري ملتونه: داعش په افغانستان کې د پاتې وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه