د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه د اسد ۴مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړه چی په افغانستان کې د ناروې له سفیر سره په لیدنه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ناروې ته د دې ډلې د لوړ پوړي پلاوي سفر د کابل او اوسلو ترمنځ د ښو اړیکو یوه مهمه برخه وبلله او د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې په افغانستان کې د ناروې سفیر د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزارت سره د طالبانو د همکاریو قدرداني وکړه. د طالبانو د خبرپاڼې د ادعا پر بنسټ، ښاغلي بیکین په دوحه کې دریمه ناسته “مثبته” ارزولې او ویلي یې دي چې د دا ډول غونډو د زیاتولو لپاره باید هڅې وشي. ورځپاڼې زیاته کړې، چې امیر خان متقي په دې کتنه کې له ناروې سره د اړیکو د پراخولو غوښتنه وکړه.

- 42
- کې خپور شو 2:13 ب.ظ
- د خبر شمیره 9709
- July 27, 2024
- کې خپور شو 2:13 ب.ظ
- د خبر شمیره 9709
- July 27, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 14:13 - July 27, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9709
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

له سیمې څخه د ۷۴۵ افغان کډوالو کورنیو بېرته ستنېدل
11 ساعتونه پیش


تاجیکستان له طالبانو څخه د بخښنې غوښتنه وکړه
11 ساعتونه پیش

0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments