د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د ازبکستان له لومړي وزیر عبدالله عارفاف سره چې نن کابل ته په سفر تللی، وکتل. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا د هڅونې په توګه د سوداګرو لپاره د ویزو د ورکړې پر اهمیت ټینګار وکړ. په دې کتنه کې چې د شنبې په ورځ ترسره شوه، متقي د سوداګرۍ، انرژۍ او ټرانسپورټ په برخو کې ګڼو فرصتونو ته اشاره وکړه او د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یې له دغو فرصتونو څخه د اعظمي ګټې اخیستنې پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه هیله څرګنده کړه چې له ازبکستان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې په ښه کېدو سره به په دوه اړخیزو اړیکو کې د پراخو همکاریو نوی فصل پیل شي.

- 59
- کې خپور شو 12:25 ب.ظ
- د خبر شمیره 10124
- August 18, 2024
- کې خپور شو 12:25 ب.ظ
- د خبر شمیره 10124
- August 18, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 12:25 - August 18, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10124
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

له سیمې څخه د ۷۴۵ افغان کډوالو کورنیو بېرته ستنېدل
2 ساعتونه پیش


تاجیکستان له طالبانو څخه د بخښنې غوښتنه وکړه
2 ساعتونه پیش

0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments