د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر: امریکا دې د دوحې تړون ومني او د افغانستان له فضايي حریم نه دې سرغړونه وکړي

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د چهارشنبې په ورځ د سنبلې ۱۶‌مه په غونډه کې د دغه وزارت کلنی راپور وړاندې کړ او امریکا ته یې په خطاب کې وویل: نور د افغانستان له هوايي حریم نه تیری مه کوئ.

نوموړي د دغه راپور د وړاندې کولو پر مهال له امريکا وغوښتل چې د دوحې تړون ته غاړه کېږدي او د افغانستان له فضايي حريم نه سرغړونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکا له خوا په کابل کې له وژل کېدو وروسته د افغانستان په ځینو سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو د الوتنې او بریدونو راپورونه ورکول کېږي.

پرون خبر ورکړل شو چې د کندهار په اسمان کې د امریکا بي ۵۲ الوتکه هم لیدل شوې وه.

بیشتر بخوانید:  یوناما: له افغانستان سره به بشري مرستې دوام ولري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x