د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپره سوې خبرپاڼه کې د محمد اسحاق دار، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر، هغه ادعا رد کړې چې امیرخان متقي په یوه ورځ کې شپږ ځله ورسره اړیکه نیولې ده.
حافظ ضیا احمد تکل، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ویلي چې لومړی تماس د متقي او دار ترمنځ د «متقابل تفاهم او همغږۍ» په چوکاټ کې ترسره سوی وو او تر هغه وروسته دوهم تماس هم سوی دی. د ده په وینا، د دغو خبرو یوه ورځ وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر غوښتل چې بیا اړیکه ونیسي، خو د نامعلومو لاملونو له امله دا تماس بریالی نه وو.
دغه غبرګون وروسته له هغه څرګند سو چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دغه هېواد د پارلمان په غونډه کې وویل چې امیرخان متقي په یوه ورځ کې شپږ ځله ورسره تماس نیولی دی؛ هغه څرګندونې چې د طالبانو له لوري رد سوې او «غیرواقعي» بلل سوې دي.
طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې دوی له ګاونډیانو سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړي او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې په خپلو رسمي څرګندونو کې دقت ولري او واقعیتونه په سمه توګه منعکس کړي. په څرګندونو کې د اسحاق دار له قوله ویل سوي چې د یادو ټیلیفوني اړیکو پر مهال یې طالبانو ته ټینګار کړی چې اسلامآباد یوازې دا غواړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کارول سي؛ هغه موضوع چې له اوږدې مودې راهیسې د دواړو هېوادونو د ترینګلتیا سرچینه ده.



