د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته بلنه ورکړه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته بلنه ورکړه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د شنبې په ورځ (د حوت ۲۶مه) اعلان وکړ چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د محمد اسحاق ډار د ټاکل کېدو له امله مبارکي ویلې او هیله یې څرګنده کړې چې “دغه ټاکل د دواړو ګاونډیو هېوادونو د اړیکو په پیاوړتیا کې مثبت او رغنده رول ولري.” محمد اسحاق ډار په دې وروستیو کې د شهباز شریف په کابینه کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوی دی. متقي وويل: په سيمه کې مثبت تعامل ورځ په ورځ زياتېږي، د لويو سيمه ييزو بنسټيزو پروژو عملي کار پيلېږي او تمه کیږي چې پاکستان به رغنده رول ولوبوي.” د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال لیکلي دي چې متقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړې ده.

بیشتر بخوانید:  جبري مهاجرت او جبري راستنېدل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x