د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په کندز کې په یوه عامه غونډه کې وویل چې القاعده ترهګره ډله نه ده، بلکې د دې ډلې وروڼه دي. منصور دغه څرګندونې د شنبې په ورځ د میزان په ۲۹مه په کندز کې یوې عامه غونډې ته وکړې. منصور په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ نیټې بریدونو ته په اشارې سره وویل: «دوی مجاهدین او زموږ وروڼه وو چې د امریکا له ظلمونو ستړي شوي وو. موږ هغه وخت هم هغوی ترهګره ډله نه بلله او اوس یې هم نه بولو.»
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6547
۱ کال پیش
شماره خبر 6547
منتشر شده در ۰۹:۴۲ - عقرب ۱, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email