د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف په افغانستان کې د ناروې له سفیر پاول کلومن بیکین او د ناروې د سفارت له سیاسي سکرتر سیلجي ماري اندرسن سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د بشري مرستو پر دوام خبرې وکړې. د اقتصاد وزارت مطبوعاتي دفتر په دې اړه خبر ورکړ: په دې کتنه کې د ناروې هېواد سفیر د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په چوکاټ کې د خپل هېواد د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ناروې د بشري مرستو د دوام ډاډ یې ورکړ. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې اعلان شوی و، چې ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو له افغانستان سره د ۲۰۲۳ کال لپاره د مرستو د پروګرام بودیجه ۱،۴ میلیارده ډالره کمه کړې ده.

- 39
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8099
- کې خپور شو 11:24 ق.ظ
- د خبر شمیره 8099
- March 27, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8099
- کې خپور شو 11:24 ق.ظ
- د خبر شمیره 8099
- March 27, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 11:24 - March 27, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



