د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاکستاني ادارې له خوا د طلوع‌نیوز د پوسټ د حذف غوښتنې پر وړاندې غبرګون وښود

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یوې پاکستاني ادارې هغه اقدام غندلی چې له ټولنیزې شبکې ایکس څخه یې د طلوع‌نیوز د انګلیسي څانګې د یوه خبري پوسټ د حذف غوښتنه کړې وه. دغه وزارت دا کار د بیان له ازادۍ سره په ټکر کې بللی دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاکستاني ادارې له خوا د طلوع‌نیوز د پوسټ د حذف غوښتنې پر وړاندې غبرګون وښود

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د اطلاعات و فرهنګ وزارت په خپره سوې اعلامیه کې د یوې پاکستاني ادارې هغه اقدام غندلی چې له ټولنیزې شبکې ایکس څخه یې د طلوع‌نیوز د انګلیسي څانګې د یوه خبري پوسټ د حذف غوښتنه کړې وه.

یاد وزارت ویلي دي چې دا ډول کړنې د بیان د آزادۍ او د آزادو رسنیو د فعالیت له اصولو سره مخالفې دي. طالبانو له حکومتونو او بهرنیو ادارو غوښتي چې د افغان رسنیو خپلواکۍ ته درناوی وکړي او د دوی په اړه د «ناسمو برداشتونو» له خپرولو ډډه وکړي. وزارت ټینګار کړی چې په افغانستان کې رسنۍ د «قانوني او مشروع آزاد بیان» په چوکاټ کې فعالیت کوي، او هېڅ بهرنی بنسټ د دې حق نه لري چې د هغوی پر وړاندې دریځ ونیسي یا سانسور پرې وتپي.

په همدې حال کې، د بیان د آزادۍ نړیوالو ملاتړو سازمانونو څو ځله د طالبانو له خوا د رسنیو پر وړاندې د جدي محدودیتونو، سانسور، امنیتي فشارونو او د خبریالانو د نیولو پېښې غندلې دي. د پاکستاني ادارې له خوا د یوې رسنیزې محتوا د حذف غوښتنه، د بحثونو لامل سوې او دا اندېښنې یې راپارولي چې د رسنیو د معلوماتو د محدودولو لپاره د هیوادونو ګډې همکارۍ ته اړتیا رامنځته کړي ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه