د طالبانو دننه د اختلافاتو په اړه د ندا محمد ندیم خبرداری

ندا محمد ندیم، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر، په کابل کې په یوې وینا کې د طالبانو د جوړښت دننه د اختلافاتو او بې‌باورۍ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی او د واکمنۍ بقا یې له «یووالي او د امیر له اطاعت» سره تړلې بللې ده.
د طالبانو دننه د اختلافاتو په اړه د ندا محمد ندیم خبرداری

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ ندا محمد ندیم، چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر او د دې ډلې د مشر هبت‌الله اخندزاده نږدې کس بلل کېږي، په کابل کې د یوې جهادي مدرسې په غونډه کې وینا وکړه او د طالبانو په دننه کې د اختلافاتو او بې‌باورۍ د پراخېدو په اړه یې اندېښنه وښوده.

هغه وویل چې د طالبانو د ادارې بقا له «یووالي، اطاعت او له امیر سره د بیعت» سره تړلې ده، او پرته له دې به دا واکمني دوام ونه کړي. ندیم ټینګار وکړ چې د طالبانو غړي باید د تفرقې پر ځای، د مشر له بشپړ اطاعت سره تمرکز وکړي او له متضادو دریځونو ډډه وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تازه د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر، سراج‌الدین حقاني، په یوې کم‌سارې وینا کې په ښکاره ډول د طالبانو د ادارې له لوري له ولس څخه د واټن، د وېرې او وحشت د رامنځته کېدو، او د عدالت د نشتوالي په اړه نیوکې کړې وې.

د څارونکو په باور، د ندا محمد ندیم څرګندونې د دغو نیوکو ته یو غیرمستقیم ځواب ګڼل کېږي؛ داسې هڅه چې د طالبانو ځواکونه یو ځل بیا د رهبر له بې‌قید او شرط اطاعت ته راوګرځوي، په داسې حال کې چې د طالبانو په لوړو پوړیو کې د درز نښې ورځ تر بلې لا ډېرې څرګندېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x