د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، د شنبې په ورځ د سنبلې ۲۹مه، د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې چې ویلی یې وه د افغانستان له خاورې ددغه هیواد پر ضد کار اخیستل کیږی، ټینګار وکړ چې تور لګونه او زور ته لاس اچول د دواړو لورو په ګټه نه ده او ستونزې باید د خبرو له لارې حل سي.
د طالبانو ویاند د پاکستان د امنیتي مطالعاتو او څېړنو له مرکز سره په خبرو کې وویل چې پر یو بل تور لګول، زور کارول او د داسې فضا رامنځته کول چې د ستونزو حل ستونزمنوي، د هېڅ یوه لوري په ګټه نه دي.
مجاهد زیاته کړه چې طالبان په پاکستان کې د ناامنۍ غوښتونکي نه دي، او که د دواړو لورو ترمنځ کومه ستونزه رامنځته سي، باید دغه ستونزه د ورورولۍ په فضا کې او د خبرو له لارې حل او فصل سي.
دغه څرګندونې د پاکستان د دفاع وزیر د پرونیو خبرو په ځواب کې سوې چې ادعا یې کړې وه د افغانستان له خاورې د دغه هېواد پر ضد کار اخیستل کېږي.
د طالبانو ویاند ټینګار وکړ چې د تورونو پر ځای دواړه لوري باید په رغنده لیدلوري او له دیپلوماتیکو لارو څخه د اختلافاتو د حل هڅه وکړي څو د سیمې ثبات او امنیت پیاوړی سي