د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روژې د میاشتې د رارسېدو سره، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یو شمېر دولتي کارکوونکي شکایت کوي چې د دلوې میاشتې معاشونه یې نه دي ورکړل شوي.
دغو خلکو د دوشنبې په ورځ، د حوت په ۱۳مه، وویل چې دوی له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
دوی زیاته کړه چې د روژې په میاشت کې، کله چې د خوراکي توکو بیې لوړې شي، که چیرې د دوی معاشونه ورکړل نشي، نو دوی به د لومړنیو اړتیاوو د پیرودلو توان له لاسه ورکړي. تر اوسه پورې طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د راپورونو له مخې، د ځینو ولایتونو اوسېدونکو هم د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.