د معمار پرس د راپور له مخې، د طالبانو یو جګپوړی غړی انس حقاني وايي، د فلسطین د حماس اسلامي غورځنګ د مشر یحیی سنوار شهادت به د ډېرو لپاره د ازادۍ د لارې نقشه جوړه کړي. ښاغلي حقاني پر خپله ایکس ټولنیزه پاڼه لیکلي: “د شهیدالاقصی د اتل وینه به د ډیرو راتلونکو نسلونو لپاره د ژوند ریښتینې معنی وټاکي او د ډیرو لپاره به د ازادۍ لاره نقشه جوړه کړي.” د یادولو ده چې یحیی سنوار د تیرې چهارشنبې په ورځ د غزې په جنوب کښې له صهیونیسټ رژیم سره په نښته کښې شهید شو.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=105222
۹ میاشتی پیش
شماره خبر 105222
منتشر شده در 2:10 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط