د طالبانو او چین د چارواکو ترمنځ د تاجیکستان سرحدي ناامنیو په اړه خبرې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اداری مرستیال او په کابل کې د چین سفیر په یوه تازه لیدنه کې د افغانستان او تاجیکستان د پولو په ناامنیو او د چینایي اتباعو د وژل کېدو په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو او چین د چارواکو ترمنځ د تاجیکستان سرحدي ناامنیو په اړه خبرې

د معمار خبري آژانس راپور د له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن پنج‌شنبه (۱۳ د قوس) اعلان وکړ چې محمد نعیم، د دې وزارت ادارې مرستیال، له جاوه شینګ، په کابل کې د چین سفیر سره وکتل او د افغانستان او تاجیکستان د سرحدی وروستیو پېښو په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو د سرحدي پېښې ارزونه وکړه چې پکې څو چینایي اتباع ووژل سول او په ورته وخت کې یې په دوه اړخیزو اړیکو او د کابل–بیجینګ ترمنځ د امنیتي همکارۍ ټینګښت باندې ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت ادارې مرستیال وویل چې د طالبانو تحقیقات د دې پېښې په اړه روان دي او دغه برید یې د «دښمنانو کار» بللی چې غواړي د هیوادونو ترمنځ بې‌باوري رامنځته کړي.

چینایي سفیر هم په دې لیدنه کې څرګنده کړه چې د دې پېښې عاملین هڅه کوي د چین او طالبانو اړیکې زیانمنې کړي او د دواړو لوریو په پراخېدونکو همکاریو کې خنډ رامنځته کړي.

راپورونه وایي چې دواړو لوریو د اړیکو د ښه والي، دوامداره همکاریو او د سیمه‌ییز امنیت په برخه کې د همغږۍ د زیاتوالي پر اهمیت ټینګار وکړ.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x