د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي کابل ته د خپل یو ورځني سفر په جریان کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره ولیدل او د امنیت، کډوالۍ او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په مسلو یې بحث وکړ.
د سرطان په ۲۹مه، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لخوا په یوه رسمي اعلامیه کې ویل شوي چې سراج الدین حقاني په دې غونډه کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د باور په پراخولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې “د دې ډول رسمي لیدنې کولای شي د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښې همکارۍ لپاره لاره هواره کړي.”
د بیانیې له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په پاکستان کې د افغان کډوالو سره د انساني او مناسب چلند غوښتنه هم وکړه او په هغه هیواد کې د افغان بندیانو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو ټینګار وکړ.