د طالبانو او پاکستان د خبرو د بیا پیل احتمال په ترکیه کې

هغه سرچینې چې طالبانو ته نږدې دي وایي، احتمال سته چې د طالبانو او پاکستاني پلاوو تر منځ خبرې په ترکیه کې دوام ومومي، که څه هم تراوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده سوې.
د طالبانو او پاکستان د خبرو د بیا پیل احتمال په ترکیه کې

د طالبانو له منځه ځینې سرچینو رسنیو ته ویلي چې ښایي د دواړو خواوو خبرې په ترکیه کې دوام وکړي، خو تر دې دمه وروستۍ پرېکړه نه ده سوې.

د راپورونو له مخې، ترکیې طالبانو ته ډاډ ورکړی چې د خبرو بهیر کېدای سي بېرته پیل سي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان استازو تر منځ څلور ورځنۍ غونډه په استانبول کې د یو شمېر اختلافونو له امله بې‌پایلې پای ته ورسېده. د سرچینو په وینا، د دغو خبرو له مهمو جنجالي موضوعاتو څخه یوه دا وه چې پاکستان غوښتل طالبان په افغانستان کې د پاکستانی طالبانو غورځنګ (TTP) د فعالیتونو مخه ونیسي، هغه موضوع چې د خبرو د بندېدو لامل سوه.

د اسلام‌آباد له لوري د طالبانو پر ضد د امنیتي اختلافونو او پرله‌پسې تورونو چې ګواکې د TTP غړي په افغانستان کې پناه لري په وروستیو میاشتو کې بې‌ساری شدت موندلی دی. د طالبانو چارواکي وایي، د خبرو دوام به د لا نورو سلا مشورو او د منځګړیو هېوادونو، په ځانګړي ډول د ترکیې، په منځګړیتوب پورې تړلی وي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه