د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو او پاکستان تر منځ دوهم پړاو خبرې د شنبې په ماښام د استانبول د ځایي وخت له مخې، شاوخوا نهو ساعتونو دوام وروسته پای ته رسېدلې دي. تمه ده چې دا خبرې به د دوو نورو ورځو لپاره وغځېږي. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان پلاوي په دې غونډه کې د پاکستانی طالبانو غورځنګ (TTP) له اړخه د امنیتي ګواښونو په اړه خپله څرګنده او کلکه دریځ وړاندې کړی دی.
د خبرو له نورو مهمو محورونو څخه یو هم د امنیتي همغږۍ پیاوړتیا، د پولو د همکارۍ ښهوالی، او د سیمهییزې سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره د ګډې تګلارې جوړول بلل سوي دي. د اکسپرس ټریبیون د راپور له مخې، د دې خبرو اصلي هدف د داسې میکانیزم پر جوړېدو تمرکز دی چې د سرحدي امنیتي ننګونو د حل او د تروریستي فعالیتونو د مخنیوي لپاره کار وکړي.
یادې خبرې د تړلو دروازو تر شا، د رسنیو له حضور پرته ترسره سوې دي، او تر اوسه پورې نه ترکیې او نه هم د دواړو لوریو استازو د غونډې د بشپړې اجنډا جزئیات رسماً افشا کړي دي.







