د طالبانو او پاکستان د اړیکو خرابوالی یوازې یو ډیپلوماټیکه موضوع نه ده، بلکې د افغان خبریالانو لپاره یو جدي انساني کړکیچ دی. هغوی اوس د افغانستان د امنیتي ګواښونو او د پاکستان د سختو سیاستونو ترمنځ بند پاتې دي. د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) ویلي چې د پاکستان پولیسو یو افغان خبریال، هامون خموش، او د هغه کورنۍ په اسلامآباد کې نیولي او د هغوی افغانستان ته د ایستلو خطر سته. امسو زیاتوي چې په تیره یوه میاشت کې شپږ افغان خبریالان نیول سوي او افغانستان ته ستانه سوي دي.
د دې بیانیې له مخې، افغان خبریالان چې د سانسور، امنیتي ګواښونو او سیاسي فشار له امله خپل هیواد پرېښی، اوس په پاکستان کې هم د ژوند او کرامت جدي ګواښ سره مخ دي. د خبریالانو د ویزې د تمدید پروسه هم درول سوې او ډیری یې په ناڅرګنده وضعیت کې ژوند کوي. دغه وضعیت په داسې حال کې زیات سوی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت خرابیږي او د افغان کډوالو د ایستلو سیاست پیاوړی سوی دی. د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سیاسي او امنیتي کړکېچ زیاتوالی د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه خبریالانو، پر ژوند د فشار یو مهم لامل ګرځېدلی دی.
د جمهوری نظام تر سقوط وروسته، ډیری خبریالانو د خپل امنیت د خوندي کولو لپاره پاکستان ته پناه وړې، خو اوس د دې هیواد سخت سیاستونه او رسمي چلندونه بیا هغوی په خطر کې اچولي دي. پاکستان د امنیتي ستونزو د مدیریت او د طالبانو پر وړاندې د سیاسي فشار د زیاتولو لپاره د نیولو، ایستلو او د ویزې د نه تمدید سیاست پیاوړی کړی دی. افغان خبریالان چې نه رسمي ملاتړ لري او نه هم له قانوني محافظت برخمن دي، د دې سیاستونو تر ټولو زیات ښکار دي. د نیولو، ایستلو او حقوقي ناڅرګندتیا خطر د هغوی لپاره یو ورځنۍ واقعیت ګرځېدلی دی.
له بلې خوا، طالبان هم هیڅ تضمین نه ورکوي چې د ستنیدونکو خبریالانو امنیت او آزادی خوندي وي. د رسنیو د نیولو او محدودولو شالید ښيي چې د یو خبریال جبري بیرته ستنول په افغانستان کې د ژوند او مسلکي ګواښونو سره برابر دی. په ټوله کې، د طالبانو او پاکستان د اړیکو خرابوالی یوازې ډیپلوماټیکه مساله نه ده، بلکې د افغان خبریالانو لپاره یو انساني کړکیچ دي. هغوی اوس د افغانستان د امنیتي ګواښونو او د پاکستان د سختو سیاستونو ترمنځ بند پاتې دي؛ داسې وضعیت چې پرته د نړیوالې ټولنې له ملاتړ، کولی سي د افغانستان خپلواک غږ نور هم خاموش کړي.



