د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، پاکستاني رسنیو ویلي چې د طالبانو او پاکستان د استازو تر منځ د خبرو دوهم پړاو په استانبول کې ترسره سوی، چې موخه یې د ترهګرو ډلو د څارنې او مقابلې لپاره د ګډ میکانیزم جوړول بلل سوی دی. د باوري سرچینو په وینا، د امنیتي موضوعاتو ترڅنګ، د سوداګرۍ خنډونو لرې کول هم د خبرو د اجنډا برخه ده.
پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اوږدمهاله سیاسي موافقې پر سر هم بحث روان دی. له دې وړاندې، طالبانو هم اعلان کړی وو چې د دې غونډې د ګډون لپاره یې خپل رسمي پلاوی استانبول ته استولی دی. په همدې حال کې، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف خبرداری ورکړی چې که دا خبرې پایلې ورنکړي، اسلامآباد به اړ سي چې د طالبانو پر وړاندې پوځي اقدام د یوې ممکنې لارې په توګه په میز کې کېږدي.
یاده دې وي، چې په تېرو خبرو کې د دواړو لورو تر منځ د لنډمهاله اوربند هوکړه سوې وه، خو پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې د دې اوربند دوام د طالبانو پر دې توان پورې تړلی دی چې د پاکستانی طالبانو غورځنګ (TTP) بریدونه مهار کړي.







