نوې سرحدي نښتې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ رامنځته سوې، د متقابلې بیباورۍ، د سرحدونو د سیاسي فشار د وسیلې په توګه د کارولو، د پولې هاخوا امنیتي ګواښونو او د اوربند د بېثباتۍ څرګندونه کوي.
د خبري سرچینو په وینا، د طالبانو او پاکستان ترمنځ تازه نښتې د سپینبولدک – چمن په پوله کې رامنځته سوې دي. محلي سرچینې وايي چې نښته هغه وخت پیل سوه چې پاکستاني ځواکونو لومړۍ ډزې وکړې او وروسته دواړه لوري د سپکو او درنو وسلو تبادله پیل کړه.
دا پېښه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند ماتول او د دواړو لورو ژوره بېاعتمادي په ډاګه کوي. اسلامآباد د پولې هاخوا ګواښونو او د وسلهوالو ډلو د نفوذ په اړه جدي اندېښنه لري. طاهر حسین اندرابي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ټینګار کړی چې تر هغو به سرحدونه تړلي وي، څو له طالبانو څخه قوي تضمین ترلاسه نه کړي. هغه زیاته کړې چې د پولې هاخوا ګواښونه یوازې د TTP په څېر وسلهوالو پورې محدود نه دي، بلکې یو شمېر افغان اتباع هم په پاکستان کې د جدي جنایي پېښو په تورونو کې ښکېل دي.
بل لور ته طالبان وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو پرانیستنه دې اسلامآباد له دې تضمین سره وتړي چې دغه لارې به د سیاسي فشار د وسیلې په توګه نه کاروي. د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته د طالبانو دفاعی عملیات او د څو پاکستاني امنیتي پوستو نیول دا ښيي چې طالبان د فعال ځواب او د خپلې خاورې د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري.
اوسنی وضعیت څرګندوي چې د دواړو لورو اړیکې لا هم له بېباورۍ، سیاسي فشارونو او امنیتي خطرونو ډکې دي او د اوربند ماتونکی دی. حتی د لنډمهالو موافقو پر شتون، کوچنۍ پېښه هم کولای سي وضعیت بیا بېثباته کړي. که د باور د رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه او ریښتینې تضمینونه ور نه کړل سي، د نښتو د پراخېدو او د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو او اقتصادي لارو د منفي اغېزو احتمال خورا لوړ دی.



