د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سرپرست امیر خان متقي ترمنځ رسمي خبرې نن، شنبه (د حمل ۳۰مه) په کابل کې ترسره شوې.
دا غونډه چې په یوه ډیپلوماټیکه فضا کې ترسره شوه، د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کیږي.
محمد اسحاق ډار په غونډه کې په خپلو پرانیستونکو ویناوو کې ټینګار وکړ چې پاکستان د یو ورور هیواد په توګه په افغانستان کې پرمختګ، سوکالي او تلپاتې ثبات غواړي.
هغه زیاته کړه: “موږ ژمن یو چې له افغانستان سره نږدې کار وکړو ترڅو په اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي برخو کې ګډ موخې ترلاسه کړو.”