د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې حمیدالله آخندزاده، د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چارو وزیر، د چهارشنبې په ورځ، د جدی په ۱۱مه نیټه ، په مسقط کې، د عمان د ترانسپورت وزیر، سعید بن حمود المعولي، سره لیدنه وکړه .
د عمان د ترانسپورت وزارت د خپرې سوې خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو په دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او په ځانګړي ډول د ځمکني، هوايي او بحري ترانسپورت په برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه خپلې خبرې شریکې کړې.
د دې ناستې د منځپانګې او د ښکېلو خواوو ترمنځ د ممکنه هوکړو جزئیات لا تر اوسه نه دي خپاره سوي؛ خو دا لیدنه د طالبانو له لوري د ترانسپورت او سوداګرۍ په برخه کې د سیمهییزو اړیکو د پراخولو د هڅو یوه برخه بلل کېږي.
حمیدالله آخندزاده د سهشنبې په ورځ د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ، د هوايي چارو او ځمکني ترانسپورت د پیاوړتیا او پراختیا په هدف عمان ته سفر وکړ.



