د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو ځواکونو د شنبې په شپه (د میزان ۱۹مه) په جنوبي او ختیځو پولو کې، په شپږو سرحدي ولایتونو کې د پاکستان له سرحدي سرتېرو سره په جګړه کې ښکېل سوي دي.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، دا نښتې اوس مهال په هلمند، کندهار، خوست، پکتیا، پکتیکا او کنړ ولایتونو کې روانې دي. سرچینو ویلي چې دغه بریدونه د محمد یعقوب مجاهد، د طالبانو دفاع وزیر، په مستقیم امر پیل سوي دي.
تراوسه د جګړې د شدت، تلفاتو یا احتمالي زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره سوي او د پاکستان چارواکو هم تر دې دمه په رسمي ډول څه غبرګون نه دی ښودلی.
دغه نښتې په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحدي ترینګلتیا کچه په وروستیو میاشتو کې لوړه سوې او اندېښنې د دې لامل سوې چې کېدای سي تاوتریخوالی د ډیورند کرښې په اوږدو کې پراخ سي.