د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت اعلان کړی چې ندا محمد ندیم، د دغه وزارت وزیر، په کابل کې د جاپان له نوي سفیر کنیتشي ماساموتو سره لیدلي او د هېواد د لوړو زدهکړو د بیا رغونې، نوي کولو او پیاوړتیا په اړه خبرې اترې یې کړي دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل سوی چې د جاپان سفیر د افغانستان په شمال کې د وروستۍ زلزلې د زیانمنو کسانو سره د همدردۍ ترڅنګ، د جاپان د دوامداره همکارۍ او ملاتړ ژمنه هم کړې ده ترڅو د افغانستان تعلیمي نظام وده وکړي. دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره سوه چې طالبانو لا هم پر تعلیمي نظام محدودیتونه لګولي، په ځانګړې توګه د لوړو زدهکړو پر کچه د انجونو د تحصیل مخه نیول او پر علمي آزادۍ سخت کنترولونه.
د بشري حقونو سازمانونو او تعلیمي کارپوهانو د افغانستان د تعلیمي وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ټینګار کوي چې د لوړو زدهکړو کیفیت په جدي خطر کې دی. ډېرې پوهنتونونه او تعلیمي مؤسسات له جدي ستونزو سره مخ دي، لکه د امکاناتو کمښت، جنسي محدودیتونه او ایډیالوژیک فشارونه.
د جاپان په څېر د بهرنیو هېوادونو مرسته که څه هم مثبت رول لوبولی سي، خو منتقدان وايي چې تر هغو چې طالبان د انجونو پر تحصیل بندیز نه وي لرې کړی او د علمي آزادۍ فضا برابره نه وي، هېڅ پروژه به د افغانستان په لوړو زدهکړو کې حقیقي پرمختګ را نه وړي.
په ټولیزه توګه، د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر او د جاپان سفیر لیدنه د همکارۍ او بیا رغونې د ژمنو سره، د افغانستان د تعلیمي راتلونکي او د زدهکوونکو او استادانو د حقونو په اړه جدي اندېښنې زیاتې کړې دي.



