د طالبانو او ترکمن چارواکو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وشوې

د طالبانو او ترکمن چارواکو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وشوې

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت نن چهارشنبه (د حوت ۱۶مه) په خپله X پاڼه کې اعلان وکړ چی د دغه وزارت سرپرست نورالدين عزيزي د ​​ترکمنستان د بهرنيو چارو له وزير، د وزيرانو شورا له مرستيال او د ترکمنستان د تېلو او ګازو، صنعت او سوداګرۍ او د اورګاډي پټلۍ له مسوولينو سره په عشق اباد کې وکتل. د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت اعلان کړی چې په دغو ناستو کې د “اقتصادي اړیکو پر پراختیا، ټرانزیټ، د لاجورد لارې او د سوداګرۍ د ودې لپاره د دواړو هېوادونو له ظرفیتونو څخه د استفادې” په اړه خبرې وشوې. د يادونې وړ ده، چې د طالبانو د صنايعو او سوداګرۍ وزارت د جمعې په ورځ د حوت په ۱۱مه ترکمنستان ته د دغه وزارت د پلاوي د سفر خبر ورکړ. که څه هم ترکمنستان د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري.

بیشتر بخوانید:  دوستم: ازبکستان او تاجکستان دې د مقاومت ځواکونو ته د پخواني پوځ چورلکې ورکړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x