د طالبانو او تاجیکستان ترمنځ د ګډو څیړنو او امنیتي کمېټو د جوړېدو هوکړه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې امیرخان متقي د تاجیکستان د بهرنیو چارو له وزیر سراج‌الدین مهرالدین سره په ټیلیفوني تماس کې، د چینایي اتباعو د وژل کېدو له امله خواشیني څرګنده کړې او د سرحدونو د خوندي کولو او د دې پېښې د ګډو څېړنو لپاره د طالبانو چمتووالی اعلان کړ.
د طالبانو او تاجیکستان ترمنځ د ګډو څیړنو او امنیتي کمېټو د جوړېدو هوکړه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د افغانستان له خاورې د یو سرحدي برید له امله د پنځو چینایي اتباعو د وژل کېدو په پیښه کې، امیرخان متقي د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سره خبرې وکړې. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې چې د سه شنبه ورځ د قوس په ۱۱مه خپره سوي راغلي چې متقي دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې ځینې حلقې هڅه کوي د افغانستان او تاجیکستان اړیکې زیانمنې کړي.

متقي همدارنګه د دې برید د څېړلو لپاره د افغانستان بشپړ چمتووالی اعلان کړ. سراج‌الدین مهرالدین، د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر، د دواړو هېوادونو د تاریخي او کلتوري اړیکو یادونه وکړه، له افغانستان سره د سرحدي همکارۍ او مثبت تعامل ملاتړ یې اعلان کړ او هر ډول هڅه یې د دواړو هیوادونو د اړیکو د خرابولو اړوند رد کړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبر له مخې، دواړو لوریو موافقه وکړه چې د سرحدي ځواکونو اړیکې دوام وکړي، ګډې امنیتي کمېټې جوړې سي او فني غونډې ترسره سي تر څو په سیمه کې ثبات او متقابل باور زیات سي. دا خبرې هغه مهال ترسره کېږي چې د تاجیکستان د ولسمشرۍ دفتر پرون تایید کړه چې د سرحدي برید په پایله کې پنځه چینایي اتباع وژل سوي او پنځه نور ټپیان سوي دي. راپورونه ښيي چې درې قربانیان د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د افغانستان له خاورې ټپي سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x