د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ د طالبانو د صنعت او سوداګری وزارت اعلان کړی چې د افغانستان او ازبکستان د سوداګریزو پلاوو ترمنځ ۲۵ سوداګریز هوکړهلیکونه د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه، د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک سوې دي.
نورالدین عزیزی، د طالبانو د صنعت او سوداګری وزیر، د ازبکستان د سیردریا والي سره په لیدنه کې وویل چې د کابل او تاشکند ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره قوي اراده شتون لري. هغه زیاته کړه چې دغه اقدامات په تیرو کلونو کې د سوداګریزو اړیکو بېساري پراختیا رامنځته کړې ده. هغه همدارنګه د ۲۰۲۵ کال لپاره د ۲۰۲۴ کال پر پرتله د سوداګرۍ د کچې د لوړولو پلانونه اعلان کړل، د افغانستان لخوا د ۸ قلمه توکو او د ازبکستان لخوا د ۶ قلمه توکو د ټاکل سوو هوکړهلیکونو لاسلیک ته يی اشاره وکړه.
له بلې خوا، د ازبکستان د سیردریا والي د دواړو هیوادونو تاریخي او اقتصادي اړیکو باندې ټینګار وکړ او په دې ولایت کې یي د ګڼ شمیر افغان سوداګرو د فعالیتونو خبر ورکړ. هغه د پانګونې پراخو فرصتونو، ګډو صنعتي پروژو او د ازبکستان صادراتي ظرفیتونه د اروپایي بازارونو لپاره په ګوته کړل .
دغه هوکړهلیکونه کولای سي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي، صنعتي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او په سیمه کې د توکو او پانګونې د راکړې ورکړې زمینه برابره کړي.



