د طالبانو اقتصادي پلاوی پاکستان ته سفر کوي

سفر تجاری هیأت اقتصادی طالبان به پاکستان

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د ښه کولو لپاره د وروستیو مشورو وروسته، د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت پاکستان ته د دې وزارت د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي رسمي سفر اعلان کړ.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د سوداګرۍ، ټرانزیټ او ترانسپورت خنډونو او ستونزو د لرې کولو او د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د یوه پلاوي مشري کوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې نورالدین عزیزي پاکستان ته له سفر دمخه د خصوصي سکتور له یو شمیر استازو سره مشورتي غونډه وکړه.

بیشتر بخوانید:  د سرپرست حکومت ویاند د دې ډلې په ولایتي ادارو کې نوې ګمارنې اعلان کړې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه