د طالبانو اقتصادي پلاوي د سوداګریزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره ازبکستان ته سفر وکړ

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د تاشکند په څلورم نړیوال پانګونې کنفرانس کې د ګډون او د افغانستان د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته سفر وکړ.
سفر هیأت اقتصادی طالبان به اوزبیکستان برای تقویت همکاری‌های تجاری

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د تاشکند په څلورم نړیوال پانګونې کنفرانس کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته سفر وکړ.

وزارت نن دوشنبه، د جوزا په ۱۹مه په یوه بیانیه کې وویل چې د دې سفر موخه د تاشکند په نړیوال کنفرانس کې ګډون کول او د طالبانو او ازبک چارواکو ترمنځ په تیرو غونډو کې د شویو پریکړو او ژمنو تعقیبول دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه