مولوي قابل محمد عابد، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو رئیس، د کابل په ملي او نړیوال صنعتي او کلتوري نندارتون کې وویل چې د دغسې نندارتونونو ترسره کول د خلکو د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم ګام دی.
هغه زیاته کړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په روان کال کې ۵۲ نندارتونونه د کورني تولید د ودې او په مختلفو ولایتونو کې د پانګونې د جذب لپاره پلان کړي دي. عابد ټینګار وکړ چې اوس د پانګونې لپاره له هر وخت څخه زیات مناسب فرصتونه په افغانستان کې موجود دي او له پانګوالو یې وغوښتل چې له دې فرصتونو د خصوصي سکتور د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره ګټه واخلي.



