د معمار پرس د خبر له مخې؛ د شانګهای د همکارۍ سازمان په افغانستان کې د «ترهګرو ډلو» د فعالیت پر دوام اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې له ترهګرۍ او ترهګرو ډلو سره د مبارزې په برخه کې خپل مکلفیتونه باید سرته ورسوي. د چهارشنبې په شپه د روسیې د ملي امنیت شورا د شانګهای د همکارۍ سازمان د یوې اعلامیې له مخې د حمل ۱۵مه لیکلي دی چی په افغانستان کې د “ترهګرو ډلو” فعالیت د دغه سیمه ییز سازمان د غړو هېوادونو لپاره یو جدي ګواښ دی. د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، په دې غونډه کې چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شوې وه، د افغانستان پر حالاتو خبرې وشوې. د يادونې وړ ده، چې د ايران او روسيې پر وړاندې د داعش وروستيو بريدونو او د پاکستان په ګډون په ګاونډيو هېوادونو کې د داعش ډلې د خوځښتونو زياتوالي د سيمې د هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د مشرانو اندېښنې راپارولي دي.

- 56
- کې خپور شو 12:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 8239
- April 4, 2024
- کې خپور شو 12:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 8239
- April 4, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



