د معمار پرس د خبر له مخې؛ د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه به د چین د خلکو جمهوریت په کوربه توب په دوو ورځو کې د چین په تیانجین کې ترسره شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د یکشنبې په ورځ، د جولای په ۱۳مه، د خپرې شوې اعلامیې له مخې، دا غونډه به د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو (د سرطان په ۲۵مه او ۲۶مه) ترسره شي او اصلي تمرکز به یې د نړیوالو اړیکو، سیمه ییز امنیت او د څو اړخیزو همکاریو پراخولو په څیر مسلو وي.