د معمار پرس د خبر له مخې؛ د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سې شنبې په ورځ، د سرطان په ۲۴مه، د چین په پلازمینه بیجینګ کې د دغه هیواد له ولسمشر شي جین پینګ سره وکتل.
دا غونډه د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ۲۵مې غونډې په څنډه کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې ګډونوالو د مهمو سیمه ییزو او نړیوالو مسلو په اړه نظرونه تبادله کړل.
دا غونډه چې د چین حکومت لخوا کوربه توب شوې وه، د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې لپاره د همغږۍ او پلان جوړونې لپاره فرصت برابر کړ.
دا غونډه د نړیوالو ننګونو په وړاندې د اړیکو د پراخولو او همغږۍ لپاره د غړو هیوادونو هڅې منعکس کوي.