د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، وسلهوالې نښتې چې د طالبانو د ځواکونو او د پاکستان د پوځ تر منځ د کندهار ولایت د سپینبولدک په پوله کې د څو ساعتونو لپاره روانې وې، پای ته رسېدلې دي.
محلي سرچینو د جګړې له سیمې ویډيوګانې خپرې کړې او ویلي یې دي چې طالبانو د جګړې د کرښو د پیاوړتیا لپاره تازه ځواکونه سیمې ته لېږلي دي. د دغو سرچینو په وینا، دواړو لورو د سپکو او درنو وسلو کار اخیستی او د نښتې شدت په زیاتېدو وو.
سرچینې وايي، د جګړې په ترڅ کې یو ملکي کس وژل سوی او شاوخوا کورونو ته هم زیان رسېدلی دی. د دواړو لورو د احتمالي تلفاتو په اړه لا تراوسه دقیق معلومات نسته.
دا نښته په داسې حال کې رامنځته سوې چې د دواړو هېوادونو تر منځ د پولو په سیمه کې ترینګلتیاوې زیاتې سوي دي. تر دې وړاندې طالبانو ادعا کړې وه چې پاکستاني ځواکونو د اوربند تړون مات کړی او پر دوی یې بریدونه کړي؛ هغه ادعا چې اسلامآباد نه ده تائید کړې او نه رد کړې ده.
نښته هغه مهال لا پسې توده سوه چې عابدالله فاروقي، د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند، وویل پاکستاني ځواکونو د لاسي بم په اچولو سره د دواړو لورو تر منځ اوربند مات کړی دی. طالبانو په غبرګون کې «دفاعی اقدامات» کړي دي.
په کندهار کې باوري سرچینو ویلي چې د سپینبولدک «د دوستۍ دروازه» په دې جګړه کې تخریب سوې ده. طالبانو ته نږدې رسنیو هم دا خبره تائید کړې ده.
لا معلومه نه ده چې دا تازه جګړه د کوم دلیل له امله پیل سوې، خو طالبان او پاکستاني چارواکي دواړه یو بل د جګړې په پیل تورنوي.
په همدې حال کې ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، هم ویلي چې پاکستان د کندهار د سپینبولدک ولسوالۍ پر سیمو بریدونه کړي دي. مجاهد د جمعې په شپه (۱۴ د قوس) په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې طالبانو د پاکستان بریدونو ته ځواب ورکړی دی.
هغه ویلي: «له بده مرغه، نن شپه پاکستان یو ځل بیا د کندهار د سپین بولدک پر ولسوالۍ بریدونه پیل کړل چې د اسلامي امارت ځواکونه هم مجبوره سول ځواب ورته ووايي.»
تر اوسه د طالبانو او پاکستان چارواکو د دې نښتې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
یاده پوله په داسې وخت کې د جګړې شاهده ده چې دواړو خواوو په وروستیو اونیو کې د اوربند د دوام خبره کړې وه.



