د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آی اې) پخوانی مشر او په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو پخوانی قوماندان ډیویډ پیټریاس وايي چی په افغانستان کې ترهګرې ډلې که څه هم په نړیواله کچه ګواښ نه دی، خو د سیمې امنیت ته ګواښ دی.
پیټریاس په یوه مرکه کې ویلي: “له افغانستان څخه ترهګرې ډلې تر یوه حده د پاکستان او ځینو ګاونډیو هېوادونو امنیت ګواښي.”
هغه زیاته کړه: “طالبان د دوحې تړون نه مني او ترهګرو ډلو ته اجازه ورکوي چې په افغانستان کې فعالیت وکړي.”