د « سولې او عدالت د ملي غورځنګ» په مشرتابه شورا کې بېلتون

محمد حنیف اتمر، د سولې او عدالت د ملي غورځنګ د مشرتابه شورا غړي، په دې سیاسي خوځښت کې بېلتون تائید کړ.
د « سولې او عدالت د ملي غورځنګ» په مشرتابه شورا کې بېلتون

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ د سولې او عدالت ملي غورځنګ د یکشنبې په ورځ (۲۶ دلو) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د مشرتابه شورا یو شمېر غړو او ځینو عادي غړو د دې بهیر له هغې تګلارې سره مخالفت کړی چې «سیاسي حل او ملي همغږي» یې اساسي دریځ دی، او خپله لاره یی بېله کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د مشرتابه شورا په تېرو اونیو کې اوږدې سلا مشورې وکړې، څو د کړنلارې لیک موخې خوندي پاتې سي او د ګډ کار بهیر ته دوام ورکړل سي؛ خو په پای کې د بنسټ اېښودونکو او غړو ډېریو د همدې دوو تګلارو د دوام ملاتړ وکړ. د خبرپاڼې له مخې، د مشرتابه شورا له ۱۷ غړو څخه پنځو غړو د غورځنګ له اساسي دریځونو، د کړنلارې لیک له مادو او تګلارو سره مخالفت څرګند کړ او له غورځنګ څخه جلا سول.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د دې غورځنګ په نوم یوه اعلامیه خپره سوې وه چې ګواکې د طالبانو پر وړاندې یې د وسلوالې مبارزې ملاتړ کړی؛ خو غورځنګ وروسته دا اعلامیه ناسمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د کړکېچ تلپاتې حل یوازې د سیاسي حل لارې په چوکاټ کې شونی دی.

په خبرپاڼه کې ټینګار سوی چې دا سیاسي حل لارې باید د افغانانو ترمنځ د تضمین سوې هوکړې، او همدارنګه د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د یوې داسې هوکړې پر بنسټ وي چې د مشروع نظام رامنځته کول، د امنیت ټینګښت او د تل پاتې سولې تأمین پکښې شامل وي.

د سولې او عدالت ملي غورځنګ د ۱۴۰۱ کال د میزان په میاشت کې د پخواني حکومت د یو شمېر چارواکو له خوا جوړ سو. د دې بهیر له مخکښو څېرو څخه محمد حنیف اتمر، د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، او محمد معصوم استانکزی، د پخواني حکومت د مرکچي پلاوي پخوانی مشر، یادیدلې سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x