دا خبره د امریکا د سولې انسټیټیوټ د شنبې په ورځ (د حوت ۲۶مه) اعلان کړه چی طالبان د بشري حقونو او په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه د لویدیځ غوښتنو ته د تسلیمیدو لپاره لږ دلیل لري. د امریکا د سولې انسټیټیوټ په خپله X پاڼه کې لیکلي چې د چین د ملاتړ په ترلاسه کولو سره طالبان د لویدیځ غوښتنو ته د تسلیمیدو لپاره هیڅ دلیل نه ویني. د دغه بنسټ په وینا طالبانو د چین په ګډون د سیمه ییزو قدرتونو د ملاتړ نوې سرچینې ترلاسه کړې دي. خو طالب چارواکو تل هڅه کړې چې خپلې پرېکړې د “اسلامي او افغاني” په نوم تعبیر کړي او د نړیوالې ټولنې غوښتنې د دوی په چارو کې د لاسوهنې په توګه تعبیر کړي.

- 49
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8049
- کې خپور شو 11:30 ق.ظ
- د خبر شمیره 8049
- March 17, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8049
- کې خپور شو 11:30 ق.ظ
- د خبر شمیره 8049
- March 17, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



